په سمنګان کې د وزلوبې دوه ورځنۍ سيالۍ پیل شوې
په سمنګان ولایت کې د وزلوبې دوه ورځنۍ سيالۍ پیل شوې.
د افغانستان د وزلوبې فدارسیون رییس سیف الله تندغان ازادي راډیو ته وویل، چې په دغو لوبو کې د دې ولایت له بېلابېلو ولسوالسیو شاه خوا ١٠٠ چاپندازانو ګډون کړی.
ښاغلی تندغان زیاتوي له دغو لوبو هدف د وزلوبې د غوره لیګ سیالیو لپاره چمتوالی ده چې یوه میاشت وروسته په دغه ولایت کې جوړېږي.
نوموړی زیاتوي، چې له دغو لوبو وروسته به په کندز، بلخ او بدخشان ولایتونو کې هم ورته سیالۍ ترسره شي.