چارواکي: سږ کال ننګرهار کې د نارنجانو حاصلات پنځه برابره زیات شوي
![چارواکي: سږ کال ننګرهار کې د نارنجانو حاصلات پنځه برابره زیات شوي](https://gdb.rferl.org/c39e9f4a-3f25-4321-bfab-a32aedc6d1e6_w800_h450.jpg)
ننګرهار کې سږ کال د نارنجانو حاصل پنځه برابره زیات شوی دي.
د ننګرهار د کرنې ریاست ازادي راډيو ته په استولي خبر پاڼه کې ویلي، چې سږ کال په دې ولایت کې د نارنجانو په حاصلاتو کې پنځه برابره زیاتوالی راغلی.
خبرپاڼه زیاتوي، چې تېر کال په دغه ولایت کې په شپږ سوه هکټاره ځمکه کې د نارنجانو له باغونو نه درې زره او شپږ سوه ټنه میټریک ټنه نارنجان ترلاسه شوي وو چې سږ کال یې حاصلاتو کې پنځه برابره زیاتوالی راغلی.
اوسمهال د ننګرهار په ګڼ شمېر ولسوالیو کې په شخصي ځمکو کې د نارنجانو ستر باغونه کېنول شوي، چې د پراختیا په حال کې دي.