"د ختیځو ولایتونو په ۱۱۰ جریبه ځمکه د لیمو او مالټو باغونه جوړېږي"
![](https://gdb.rferl.org/A263A7CB-6AC1-45E0-B88F-CD0EAB7F9A53_w800_h450.jpg)
روان کال د افغانستان په ختیځ ننګرهار، لغمان و کونړ ولایتونو کې په ۱۱۰ جریبه ځمکه کې د لیمو او مالټې باغونه جوړېږي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډيو ته وویل، چې په دغو باغونو کې ۲۲جریبه یې د مالټو او ۸۸ جریبه یې د لیمو دي.
د نوموړي په وینا، دغه باغونه د کرنې وزارت د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پراختیا پروژې له خوا د څه باندې پنځه میلیونو افغانیو په لګښت د ننګرهار په کامې، د لغمان په مهترلام او د کونړ ولایت په کوز کنړ او خاص کونړ کې د ۴۶بڼوالو لپاره جوړ شي.
د افغانستان ختیځ ننګرهار، لغمان او کونړ ولایتونه مدیتراني اقلیم او د مالټو، نارنج او لیمو باغونو لپاره مناسبه هوا لري.