د نوبل سولې جایزه د ملګروملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ته ورکړل شوې
د خوړو د نړیوال پروګرام مشر وایي، د نوبل د سولې جایزه د ملګروملتونو دغې ادارې ته ځکه ورکړل شوې چې د نړۍ مشرانو ته یې خبرداری ورکړی چې راتلونکې ۲۰۲۱ کال به د خوړو له پلوه د نړۍ لپاره لا بد کال وي.
ډیویډ بیسلي له اسوشیتیدپرس آژانس سره په مرکه کې د هغو هېوادونو په کتار کې د افغانستان نوم هم اخیستی چې راتلونکې کال به یې لا ډېر وګړي د خوړو مصئونیت ونه لري.
هغه ویلي چې دا اداره راتلونکي کال د میلیونونو وګړو د مړولو لپاره ۱۵ میلیارډ ډالرو ته اړتیا لري.
پنځه ملیارډه یوازې د دې لپاره چې د قحطۍ مخه ونیسي او لس میلیارډه نور په نړۍ کې د ماشومانو د خوارځواکي د مخنیوي او ماشومانو ته د غرمۍ ډوډۍ د ورکولوپه ګډون د خپلو پروګرامونو عملي کولو ته اړتیا لري.
نړیوال بانک د افغانستان په اړه په خپل وروستي راپور کې اټکل کړی چې د کرونا وبا له خپرېدو وروسته د محدودیتونو په نتیجه کې ښایي په افغانستان کې د خلکو د بېوزلۍ کچه په سلو کې تر دوه اویا پورې لوړه شوې وي.