چارواکي: کندهار او هلمند کې لسګونه وسله وال طالبان وژل شوي
![چارواکي: کندهار او هلمند کې لسګونه وسله وال طالبان وژل شوي](https://gdb.rferl.org/04CBA153-CC2A-4FFD-97A6-B9516CF2C23F_w800_h450.jpg)
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په هلمند او کندهار کې د پوځي عملیاتو پرمهال طالب جنګیالیو ته د درنو تلفاتو د اړولو ادعا کوي.
د دغه وزارت ویاند طارق ارین نن په یوه خبري کنفرانس کې وویل، چې په وژل شویو کې لسګونه طالب قوماندانان او پاکستاني جنګیالي هم شامل دي.
هغه زیاته کړه: "د وسله والو طالبانو له لوري په وروستیو تحرکاتو او وسله والو حملو کې نږدې یو زرو ۱۰۰ تنه طالب وسله والو ګډون کړی وو، یوازې په کندهار ۱۵۲ تنه او په هلمند کې څه باندې ۲۰۰ تنو طالبانو ګډون کړی وو چې ټول وژل شوي دي، همدارنګه د یادو جګړو له امله نږدې ۹ زره ځايي اوسېدونکي بې ځایه شوي چې لامل یې طالبان دي."
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د کورنیو چارو وزارت د کنفرانس په لړ کې په هلمند او کندهار کې د ملکي وګړو او افغان پوځيانو د وژل کېدو په تړاو هم معلومات ورنه کړل.