کندز کې یو افغان سوداګر د وریجو د پروسس فابریکه جوړه کړې
![کندز کې یو افغان سوداګر د وریجو د پروسس فابریکه جوړه کړې](https://gdb.rferl.org/85B39E97-1542-4E28-90F0-CBCA5D0241F4_w800_h450.jpg)
په کندز کې یو افغان سوداګر په خپل شخصي لګښت د وریجو د پروسس یوه فابریکه جوړه کړې ده.
د دې فابریکې مشر خان محمد فروتن نن سې شبنه(د لړم ۲۷مه) ازادي راډيو ته وویل چې پر دې فابریکه یې څه باندې ۵ میلیونه او ۷۰۰ زره ډالر لګښت کړی دی.
دا فابریکه په ۲۴ ساعتونو کې د ۱۴۰ ټنو وریجو د پروسس وړتیا لري او ۸۵ فني کارکوونکي په کې کار کوي.
دا په کندز کې چې د شولو حاصلات یې د افغانستان په کچه مشهور دي، په دې بڼه لومړنۍ فابریکه ده.
د شمال ختیځ زون په درې ولایتونو کندز، تخار او بغلان کې ۳۸۴۰ قراردادي کروندګر لري چې دې فابریکې ته شولې ورکوي.