افغان ځواکونو د کندز دشت ارچي ولسوالۍ بېرته ونېوله
![افغان ځواکونو د کندز دشت ارچي ولسوالۍ بېرته ونېوله](https://gdb.rferl.org/6F390EAA-681B-4A8B-9A53-C0AE54D9AA82_w800_h450.jpg)
د کندز سیمه ییز چارواکي وايي چې تېره شپه افغان ځواکونو په دشت ارچي ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د ځپلو په هدف عملیات پیل کړي وو او په نتیجه کې یې نن سې شنبه(د لړم ۲۷مه) سهار و توانېدل چې نوموړې ولسوالۍ له وسله والو طالبانو بېرته ونیسي.
په شمال ختېځ زون کې د پامیر ۲۱۷م قول اردو د ویاند مرستیال عبدالهادي جمال ازادي راډیو ته وویل چې لا هم په سیمه کې عملیات دوام لري او دولتي ځواکونه د پرمختګ په حال کې دي.
دی زیاتوي: "د دشت ارچي ولسوالۍ د طالبانو له وجوده تصفیه شوه. تېره شپه امنیتي او دفاعي ځواکونو تصفیوي عملیات پیل کړي وو او وتوانېدل د ولسوالۍ مرکز د طالبانو له وجوده پاک کړي. په دې عملیاتو کې لسګونه تنه وسله وال طالبانو وژل شوي دي. لاهم په سیمه کې جنګ دوام لري او ډېر ژر به پاتې سیمې هم د طالبانو له وجوده تصفیه شي."
همداراز د کندز د ولایتي شورا رئیس محمد یوسف ایوبي هم تأیید کړه چې افغان ځواکونو د دشت ارچي ولسوالۍ بېرته نیولې.
وسله والو طالبانو په دې اړه لا څه نه دي ویلي.
دشت ارچي ولسوالۍ د ۷۰ کیلومتر واټن په درلودو سره د کندز ښار شمال ختېځ لوري ته موقعیت لري.