د امریکايي ژورنالیست د برمته کولو په تور نیول شوي افغان ځان بېګناه وباله
یوه افغان، چې په ۲۰۰۸ م کال د یوه امریکايي ژورنالیست د برمته کولو په تور نیول شوی و، پر ځان لګېدلی تور رد کړ.
حاجي نجیب الله، چې د اوو میاشتو په مخه د امریکايي ژورنالیست دیوید روهد او دوو نورو کسانو د یرغملولو په تور نیول شوی و، پرون په نیویارک کې له فدرالي محبسه د ټېلېفون له لارې وویل چې بېګناه دی.
ویل شوي چې امریکايي ژورنالیست، چې د پیسو لپاره تښتول شوی و، وتوانېده چې له برمته ګرو وتښتي.
په دې قضیه به د فبرورۍ په میاشت کې وروسته له دې پرېکړه کېږي چې څارنوال خپل محرم معلومات وړاندې کړي.