د پنجشېر د فوټبال لوبغاړي او روزونکي روزل کیږي
![د پنجشېر د فوټبال لوبغاړي او روزونکي روزل کیږي](https://gdb.rferl.org/2412483F-4A99-40D7-BB4B-08900598F9F5_w800_h450.jpg)
د هېواد د فوټبال فدراسيون د پنجشېر د فوټبال لوبغاړي او روزونکي روزي.
د پنجشېر د فوټبال فدراسيون رئيس نور احمد احمدي نن سې شنبه (د لړم ۲۷مه) ازادي راډيو ته وویل چې دغه لوبغاړو او روزونکو ته د پنجشېر په مرکز بازارک کې د مارشال محمد قسيم فهيم په لوبغالي کې روزنه ورکول کېږي.
په دې روزنيز پروګرام کې د پنجشير د ٧ ولسواليو او د دغه ولايت د مرکز د فوټبال لوبغاړو او روزونکو ګډون کړی او د يوې اوونۍ لپاره به زده کړه کوي.