کابل کې د والیبال د غوره لیګ سیالیو نیمه پایلوبه ده
د افغانستان د والیبال د غوره لیګ سیالیو نیمه پایلوبه نن سه شنبه (د لړم ۲۷مه) په کابل کې ترسره کېږي.
د المپیک ملي کمېټې ویاند محمد عارف پیمان نن ازادي راډیو ته وویل چې په دې سیالۍ کې د بست، ام ال بلاد ، سپین غر او بالا حصار ټیمونه برخه لري.
د ښاغلي پیمان په وینا، دواړه ګټونکي ټیمونه به نن وروستۍ لوبې ته لاړ شي چې سبا به ترسره کېږي.
د افغانستان د والیبال غوره لیګ د شپږو ټیمونو په ګډون په کابل کې ترسره کېږي.