کابل کې به د باولینګ ملي ټیم لوبې په راتلونکو څو ورځو کې پیل شي
![کابل کې به د باولینګ ملي ټیم لوبې په راتلونکو څو ورځو کې پیل شي](https://gdb.rferl.org/1AE1E4A4-B43C-4EC1-9B19-8302C707B89C_w800_h450.jpg)
ټاکل شوې د افغانستان د باولینګ ملي ټیم لوبې په راتلونکو څو ورځو کې د کابل په کوربه توب پیل شي.
د افغانستان د باولینګ فدراسیون رئیس ادریس فاروقي نن د چهارشنبې (د لړم ۲۸مه) په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دغه سيالۍ به د هېواد د باولینګ د مرکزي، شمالي او لویدیځ زونونو د لوبډلو تر منځ ترسره شي.
د ښاغلي فاروقي په وینا، دا سیالۍ به د نارینه او ښځینه وو لپاره په دوو برخو کې ترسره شي.
فاروقي وايي، دا لومړی ځل دی چې د هېواد له درېیو زونونو څخه لوبغاړي سیالي کوي.
د یادونې وړ ده چې د دوو اونیو راهیسې د کابل، شمالي او لویدیځ غوره شوي ټیمونو په دې سیالۍ کې د برخې اخېستو لپاره خپل تمرینات پیل کړې.