د بخښنې نړیوال سازمان د روسیې له لوري ډوما کې وروستی وړاندیز غندلی
د بخښنې نړیوال سازمان د روسیې هغه وړانديز غندلی چې له مخې يې افراد، بهرني استازي یا اجنټان ګڼل کېدای شي.
د روسیې د پارلمان په ولسي جرګه کې یوه مسوده لاس په لاس شوې چې له مخې به یې هغه کسان چې فنډ تر لاسه کوي، بهرني استازي بلل کېږي.
د بخښنې نړیوال سازمان ویلي چې دا مسوده په دې مانا ده چې د بشري حقونو مدافعین او مدني فعالان به تر تعقیب لاندي شي.
د نومبر په اتلسمه نېټه په سټېټ ډوما کې وړاندې شوې دې مسودې له مخې به هغه کسان چې بهرني اجنټان وپېژندل شي، په مدني خدماتو کې ګډون نه شي کولای او په حکومت کې به دنده نه شي کولای.
په روسیه کې دا ډول قانون لومړی ځل په ۲۰۱۲م کال کې جوړ شو.
له هغه راهیسې د ګڼو ادارو فنډونه کم شوي دي او کارکوونکي يې له ترهې سره مخامخ شوي دي.
د نوې وړانديز له مخې به ټولې غیر دولتي ادارې چې بهرنی فنډ تر لاسه کوي، د بهرني اجنټ یا بهرني استازي په نوم ثبتېږي.