ایران: فارس خلیج کې مو یوه کښتۍ چې ناقانونه تېل یې لېږدول درولې
ایراني چارواکو ادعا کړې چې ځواکونو یې په فارس خلیج کې یوه کښتۍ له درې لکه لیتره تیلو سره درولې ده.
فارس نیمه رسمي اژانس راپور ورکړی چې کښتۍ باندې د پانامې بېرغ ولاړ او په خبره یې چې ناقانونه تيل یې وړل.
د راپور له مخې د کښتۍ لس بهرنۍ عمله نیول شوي.
ایران وايي چې د تیلو له قاچاق سره مبارزه کوي.
د راپورونو پر اساس د ورځې څه باندې لس میلیونه لیتره تیل له ایرانه په قاچاق وړل کېږي.
تر اوسه پورې د ایران له خوا په فارس خلیج کې د دې کښتۍ د درولو په تړاو څه غبرګونونه نه دي خپاره شوي، خو د امریکا متحده ایالاتونو، بریتانیا او ګڼو نورو لویدیځو هېوادونو ایران ته په وار- وار ګواښ کړی چې بیړیو ته له مزاحمته لاس واخلي.