ننګرهار کې "اېمریجنګ" لوبډلو ته د لوبغاړو د پېژندلو په پار کمپ پیل شو
کرکټ بورډ وایي چې تېره ورځ یې په ننګرهار کې له ١٩ ښکته او له ٢٣ کلونو ښکته یا "اېمریجنګ" ملي لوبډلو ته د غوره لوبغاړو د پېژندلو لپاره ٧١ ورځنی تمریناتي کمپ پیل کړ.
د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک نن سې شنبه (د لیندۍ ۴مه) ازادي راډیو ته وویل چې دغه لوبغاړي به په بېلابېلو برخو کې تمرینونه وکړي او له ١٩ کلونو ښکته ملي ټیم ته به ترینه ١٥ غوره لوبغاړي انتخاب شي.
ښاغلی فرید زیاتوي چې اېمرجنګ یا له ٢٣ کلونو ښکته لوبډلې لپاره به هم غوره لوبغاړي وټاکل شي.