چین نن سې شنبه سپوږمۍ ته یوه ستور بېړۍ وتوغوله
چین نن سې شنبه (د لېندۍ ۴مه) له سپوږمۍ څخه د خاورو او ډبرو د نمونو ټولولو او ځمکې ته د راوړلو په نیت یوه ستور بیړۍ وتوغوله.
د چانګ پنځه په نوم دغه ستوربیړۍ نن سهار وختي د لانګ مارچ پنځه په نوم د توغندي په وسیله د هینان ولایت په جنوب کې د فضا په لور روانه شوه.
د دې ماموریت مرستیالې ژینګ یوهوا وویل: "سپوږمکۍ په بریالیتوب وتوغول شوه که څه هم دا لا پیلامه ده."
که دا ماموریت بریالی شي دا به د امریکا له متحد ایالتونو وروسته په تېرو شااوخوا ۴۰ کلونو کې لومړی ځل وي چې یو هېواد د سپوږمۍ خاورې او ډبرې مځکې ته راوړي.