دبرا لاینز: افغانستان باید مخته حرکت وکړي
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو استازې دبرالاینز وویل، افغانستان باید مخته حرکت وکړي، شاته لاړ نه شي.
دبرالاینز په جینوا کې د افغانستان په اړه نن د دوه ورځنۍ غونډې په دوهمه ورځ دا ژمنه وکړه چې ملګري ملتونه به له افغانانو سره خپلو مرستو ته ادامه ورکړي.
دې هغو ستونزو ته هم اشاره وکړه چې افغانان ورسره مخامخ دي.
هغې زياته کړه: "موږ ټول پوهېږو، چې د شخړو کچه خورا لوړه ده، باید راکمه شي په میلیونو افغانان لاهم له خپل هېواده بهر پاتې دي او په زرګونو نور د افغانستان دننه بېځایه شوي دي."
د ملګرو ملتونو استازې زیاته کړه، چې په وروستیو څو کلونو کې په میلیونونو افغانان له فقره سره مخامخ شوې دي او افغانان په دوامدار ډول د فساد شاهدان دي چې دا دواړه فقر او فساد باید ختم شي.
اغلې لاینز زیاته کړه، چې تر سلو د ډېرو هېوادونو او نړیوالو موسسو مرستو ته سترګې په لاره ده چې له افغانستان سره یې وکړي.