سوریه کې اسرائیل لږ تر لږه ۸ ایران پلوه جنګیالي وژلي
په سوریه کې د اسرائیل هوایي بریدونو کې لږ تر لږه ۸ ایران پلوه جنګیالي وژل شوي دي.
د روسیې پر بشري حقونو د څار بنسټ چې مرکز یې بریتانیا کې دی وايي، د تېرې شپې دغه بمبار کې د دمشق ښار په څنډه کې د لبنان حزب الله ډلې اته غړي وژل شوي او د وسلو او مهماتو یوه زېرمه یې له منځه وړل شوې ده.
تردې وړاندې د سوریې دولتي خبري اژانس سانا ویلي و چې د دمشق په جنوب کې اسرائیلي ځواکونو یوه سیمه په نښه کړې ده.
د اسرائیل پوځ په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې.
د لبنان حزب الله ډله د ایران ملاتړ له ځان سره لري او ایران په سوریه کې د بشارالاسد د رژیم کلک ملاتړی هم دی.
اسرائیل بیا ژمنه کړې چې سوریه کې به د ایران د نظامي پیاوړتیا مخه نیسي او تراوسه یې په سوریه کې سلګونه بریدونه کړي دي.