د بدخشان چارواکي: ۲۱ پولیس سرتیري له طالبانو سره نه دي یوځای شوي
بدخشان کې چارواکي د طالبانو هغه ادعا ردوي چې ویلي یې دي، د محلي اردو او محلي پولیسو ۲۱ سرتیري ورسره یوځای شوي دي.
د بدخشان د امنیه قوماندانۍ ویاند ثناالله روحاني وایي، دغو محلي ځواکونو د معاشونو د نه ور رسېدو په اعتراض کې وسلې ایښي او کورونو ته تللي دي.
پخوا کورنیو چارو وزارت د محلي پولیسو معاش ورکاوه، خو کله چې دغه ځواکونه د محلي اردو چوکاټ ته دننه شول، معاشونه یې دفاع وزارت ورکوي.
د بدخشان د پولیسو ویاند ښاغلی روحاني وایي، همدې کړنلاره کې بدلون ممکن د ځواکونو معاش ځنډولی وي: "له پروسیجر نه د بې خبرۍ له کبله دوی وسلې ایښي او خپلو کورونو ته تللي دي، دا په دې معنا نه ده چې حکومت یا امنیتي سکتورونو دې د دوی حق خوړلی وي."
طالبانو بیا همدې محلي ځواکونو ته منسوب انځورنه خپاره کړي او ادعا یې کړې چې راغستان ولسوالۍ کې د خپل قوماندان عاشور محمد په ګډون دوی سره یوځای شوي دي.