بېکلي د کرکټ نړیوالې شورا نوی مشر شو
![بېکلي د کرکټ نړیوالې شورا نوی مشر شو](https://gdb.rferl.org/DC15222F-4D84-4565-8E47-8056C4E5A335_cx11_cy0_cw70_w800_h450.jpg)
کرېګ بېکلي د کرکټ نړیوالې شورا نوی مشر وټاکل شو.
د روان میلادي کال په تېر جولای میاشت کې د هندي شاشنک منوهر له استعفا وروسته د لنډ مهالي لپاره دا دنده عمران خواجه په مخ وړله، خو تېره ورځ د یادې څوکۍ لپاره د ټاکنو په پايله کې د نیوزیلینډ کرکټ بورډ ډایریکټر کرېګ بېکلي تر نورو نوماندانو زیاتې رایې خپلې کړې او دا مشري يې خپله کړه.
له دې وړاندې نوموړي د ۲۰۱۲میلادي کال راهیسې د نیوزیلینډ کرکټ بورډ د ډایریکټر په توګه دنده ترسره کوله.
کرېګ ویلي، خوښ دی چې د کرکټ نړیوالې شورا مشر ټاکل شوی. د هغه په وینا د کرکټ د لا غوړېدا لپاره به د ټولو ۱۰۴ غړو هېوادونو سره په ګډه خپل کار ته ادامه ورکوي.