په 'کراټو سو کیوکوشین' لوبه کې د هرات لوبډله اتله شوه
![په 'کراټو سو کیوکوشین' لوبه کې د هرات لوبډله اتله شوه](https://gdb.rferl.org/A22E4422-9C80-4542-8E0B-13ABBF6EE965_cx0_cy24_cw73_w800_h450.jpg)
د هرات کراټو سو کیوکوشین لوبډله د افغانستان اتله لوبډله شوه.
د کراټو د سوکیوکوشین سبک مشر غلام محبوب رحیمي، نن د چهارشنبې (د لېندۍ ۵مه) په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د هرات سوکیوکوشین لوبډله چې څو ورځې وړاندې د دې لوبو په شپږم پړاو کې د ګډون په موخه کابل ته تللې وه، ويې کړای شوی چې د ډېرو امتیازاتو په ګټلو د دې لوبو اتلولۍ خپله کړې.
د ده په خبره، په یادو لوبو کې د کابل او خوست لوبډلو په ترتيب سره دوهم او درېیم مقام ترلاسه کړی دی.
د دې لوبو لوبو جوړولو موخه د غوره لوبغاړو ټاکل او د ملي لوبډلې جوړول وو.
ښاغلی رحیمي وايي، په دې لوبو کې له ۱۰ ولایتونو ۱۱۰ لوبغاړي ۴ ورځې ولوبېدل.