"په پښتني ټولنه کې د مننې ادا کولو بېلا بېلې لارې دي"
![](https://gdb.rferl.org/3839E7F0-D872-4656-9A06-FA989053A8EE_cx6_cy20_cw90_w800_h450.jpg)
په امريکا کې سږ کال د مننې ورځ د نومبر پر ۲۶مه لمانځل کېږي. په دې ورځ عامه رخصتي وي او د کورنۍ غړي سره يوځای کېږي او ځانګړې خواړه خوري چې فيل مرغ، پټاټې او حلوه کدو يې مهم دي. د مننې دا ورځ پر امريکا سربېره په کاناډا، برازيل، لايبېريا او ځېنو نورو هېوادونو کې هم په بېلو ورځو لمانځل کېږي.