د نړۍ مشهور فوټبالر ديګو مارادونا مړ شو
![د نړۍ مشهور فوټبالر ديګو مارادونا مړ شو](https://gdb.rferl.org/af1c05ed-0705-4621-b280-54cac9b0cdce_cx0_cy9_cw0_w800_h450.jpg)
د نړۍ مشهور فوټبالر ديګو مارادونا د ۶۰ کلنو په عمر مړ شو.
د ارجنټاين لوبډلې دغه مشهور لوبغاړی چې يو وخت د دې لوبډلې لوبډلمشر و د دغه هېواد د بونيس ايرس په ښار کې د زړه د حملې له امله ومړ.
ارجنټاين د مارادونا په کپټانۍ کې په کال ۱۹۸۶ کې د نړۍ د فوټبال اتله لوبډله هم شوې و.
نوموړی د فوټبال په ۱۹۹۰ نړیوال جام کې هم د ارجنټاین لوبډله تر پایلوبې ورسوله خو له جرمني لوبډلې يې ماتې وخوړه.