د سریلانکا 'لنکا پريمرليګ' کرکټ سیالۍ پيليږي
نن پنجشنبه (د لېندۍ ۶مه) ماښام شپږ نيمې بجې د سریلانکا هېواد 'لنکا پريمرليګ' کرکټ سیالۍ پيليږي.
ټاکل شوې ده چې لومړی پړاو 'لنکا پریمرلیګ' نن د کولمبو کینګز او کینډي ټاسکرز په لوبې سره پیل شي.
په نننۍ سیالۍ کې به قیس احمد او کریم صادق د 'کولمبو کینګز' په ګټه، نوین الحق او رحمان الله ګربز به د 'کینډي ټاسکرز' په ګټه ولوبيږي.
له دې څلور افغان لوبغاړو ور اخوا یو شمېر نور افغان لوبغاړي هم د یادو سیالیو په بېلابېلو لوبډلو کې د لوبېدو لپاره پېرل شوي دي.