د خورشید ټلوېزيون د مخکېني اجرائيوي مشر مړی موندل شوی
د کابل د قرهباغ ولسوال خواجه حنيف صديقي وايي چې د خورشید ټلوېزيون د مخکېني اجرائيوي مشر رفيع صديقي او يو تن بل مړي د دغه ولسوالۍ روغتون ته لېږدول شوي دي.
د قرهباغ ولسوال وايي، روښانه نهده چې دا دوه تنه څنګه مړه شوي، خو د ده په وينا ښايي ګاز نيولي وي.
ښاغلی حنيف صديقي زياتوي، د دوی پر بدن داسې نښې چې پر دوی د حملې ښکارندوي وي، نهليدل کېږي.
د قرهباغ د ولسوال په وينا دوی د ولسي جرګې د يوه غړي په بلنه دغې ولسوالۍ ته تللي وو.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت هم وايي چې رفيع صديقي ګاز نيولی او مړ شوی دی.