د مارډونا تابوت د جمهوري ریاست ماڼۍ کې، له يوې اسطورې سره خدای پاماني
![د مارډونا تابوت د جمهوري ریاست ماڼۍ کې، له يوې اسطورې سره خدای پاماني](https://gdb.rferl.org/b7834b01-2068-45b2-b068-baa096a6e0fb_tv_w800_h450.jpg)
د فوټبال د نړۍ د نامتو ستوري ماراډونا تابوت د درې ورځني ماتم په ترڅ کې د ارجنټاین دجمهوري رياست په ماڼۍ کې اېښودل شوی، څو خلک د فوټبال د نړۍ دا افسانوي لوبغاړی د وروستي ځل لپاره له نژدې وګوري. د فوټبال د نړيوال جام ګټونکی او د ورزش د نړۍ جنجالي شخصيت مارډونا د چارشنبې په ورځ په 60 کلنۍ کې ومړ.