ساريندې نوم او عزت راکړی، ورکېدو ته يې نه پرېږدم: اعجاز سرحدي
دا اوونۍ مو "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې ته سارينده غږوونکی اعجاز سرحدي مېلمه کړی وو. دی په پېښور کې اوسي او کلونه وشول چې د پښتو موسيقۍ په ډګر کې فعاله دی. د اعجاز پلار منير سرحدي د ساريندې نوميالی استاد ياديږي. سرحدي وايي، د ساريندې زده کړه ګرانه ده او څوک ورته زړه نه ښه کوي، خو خپل زوی ته يې ښوول پيل کړي دي. د نوموړي خبرې او د ده او د پلار د ساريندې څو نغمې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.