روسیه لوېدیځ د بېلاروس په کورنیو چارو کې په لاسوهنې تورن کړ
![روسیه لوېدیځ د بېلاروس په کورنیو چارو کې په لاسوهنې تورن کړ](https://gdb.rferl.org/de8d031a-eee4-47c5-83c3-41e9f3d144fd_w800_h450.jpg)
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر لوېدیځ د بېلاروس په کورنیو چارو کې په لاسوهنې تورن کړ.
سرګي لاوروف دا تور په مېنسک کې د بېلاروس له باندنیو چارو وزیر الکساندر لوکاشینکا سره په کتنه کې ولګاوه.
په دې هېواد کې د اګسټ د میاشتې د ولسمشرۍ د لانجمنو انتخاباتو په اعتراض کې مظاهرې روانې دي.
زرګونه مظاهره چیان د اګسټ له ۹مې نېټې راپه دې خوا د هرې اوونۍ په پای کې واټونو ته راوځي او د الکساندر لوکاشینکو د استعفا غوښتنه کوي.
اعتراض کوونکي باور لري چې د اپوزیسیون ۳۸ کلنه کاندیده سسفیاتلانا څیخانوسکایا (Svyatlana Tsikhanouskaya) د انتخاباتو اصلي ګټونکې ده.