پکتیا کې له ۳۰۰ کیلوګرامو ډېر چرس نیول شوي
د پکتيا پولیسو تر درې سوه کيلوګرامو ډېر چرس او بنګ ونيول.
د کورنيو چارو وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې معينیت وياند اسدالله يادګاري ازادي راډيو ته وويل، له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پوليسو د سيد کرم ولسوالۍ پر يوه کور عمليات وکړل چې په نتيجه کې يې ۳۰۰ کيلوګرامه بنګ او ۱۱۰ کيلوګرامه اومه چرس ونيول شول.