په پاکستان کې د ټرافیکي پېښو کې له امله لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
![په پاکستان کې د ټرافیکي پېښو کې له امله لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې](https://gdb.rferl.org/87BD0413-02E3-42D5-8D22-0D360B5CC1A9_w800_h450.jpg)
په پاکستان کې په دوو ټرافیکي پېښو کې له شلو زیات کسان مړه شوي او لسګونه نور ټپيان دي.
د پنجاب پولیسو وویل، چې نن لږترلږه ۱۳ تنه هغه مهال مړه شول چې یو بس او مسافروړونکي میني بس د دې ایالت په مرکزي د نارنګ منډي په سیمه کې ټکر وکړ.
په دې پېښه کې شاوخوا شل تنه ټپیان شوي دي.
تېره شپه په سند ایالت کې په یوه بله، د مسافروړونکي میني بس او پر خښتو بار د یوې لارې ترمنځ په ټکر کې یولس تنه مړه شوي دي.
په پاکستان کې هر کال په زرګونو کسان په ټرافیکي پېښو کې مړه کېږي، چې خرابې لارې، زاړه موټر او د ډریورانو له خوا د ټرافیکي مقررارتو ته نه پاملرنه د دغو پېښو اصلي لاملونه ګڼل کېږي.