د امریکا له نوې ادارې د فلسطین او عربي ټولنې غوښتنه
![د امریکا له نوې ادارې د فلسطین او عربي ټولنې غوښتنه](https://gdb.rferl.org/9A3135B9-683E-4CCE-B0CC-A39E15CA7596_w800_h450.jpg)
فلسطیني اداره او عربي ټولنه وایي، هیله لري چې د امریکا متحده ایالاتو نوې اداره د فلسطین د خپلواک دولت په جوړېدو کې مثبت رول ولوبوي.
د فلسطیني ادارې مشر محمود عباس او د عربي ټولنې عمومي منشي احمد ابو الغیظ پرون یکشنبه د مصر پلازمېنه قاهره کې د اسرائیل او فلسطین د شخړې په اړه خبرې وکړې.
چارواکو ویلي، د اردن پادشاه عبدالله هم له محمود عباس سره کتلي او هیلهیې څرګنده کړې چې د امریکا نوی ولسمشر جوبایډن د اسرائیل او فلسطین د شخړې په هواري کې رول ولوبوي.
د اردن حکومت په بیانیه کې راغلي، د دغه هېواد پادشاه ټینګار کړی چې له فلسطین سره د خپلواک دولت په جوړولو او مشروع حقونو ته د لاسرسي په چارو کې اوږه په اوږه درېږي.