Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Ноябрь
2020

خبریالان: د "الياس داعي" وژنه د رسنیو د غلې کولو هڅه ده

0
خبریالان: د

د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې خبریالان او د رسنیو کارکوونکي له حکومته غواړي، چې د محمد الیاس داعي د وژنې قضیه په جدیت وڅېړي.

سمیه ولیزاده چې د افغانستان په لویدېځه حوزه کې د خبریالې په توګه کار کوي وايي، د داعي د وژنې په څېر د قضیې پر وړاندې د حکومت بېغوري د دې سبب کېږي، چې نور خبریالان له خپل له مسلکه لاس واخلي.

هغه زياتوي: "دا په حقیقت کې د دولت د وسلوالو مخالفانو د روحیې د پیاوړتیا سبب کېږي، چې ورسره د خبریالانو پر وړاندې هره ورځ ګواښونه لا زیات شي، حتی د دې سبب کېږي، چې ځینې خبریالان حتی د خبریالۍ له کار سره مخه ښه وکړي."

د افغانستان حکومت د بیان ازادي او د لسګونو رسنیو فعالیت ته زمینه برابرول، خپله عمده لاسته راوړنه ګڼي.

اوس اندېښنې شته، چې د خبریالانو د وژنو په څېړنه کې د حکومت سوړ چلند ښايي دا لاسته راوړنه هم اغېزمنه کړي.

د ازادۍ راډیو خبریال محمد الیاس داعي د لړم/ عقرب میاشتې پر ۲۹مه، په مرکز لښکرګاه کې ظاهراً د ده په موټر پورې د نښلول شوي مقناطیسي ماین په چاودنه کې ووژل شو.

محلي چارواکو او وسلوالو طالبانو د دې قضیې د څېړنې ژمنه کړې وه، خو تر اوسه د قاتلانو په پېژندلو او مجازاتو کې د پرمختګ راپور نه دی ورکړل شوی.

خو د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې یا نی اجراییه مشر مجیب خلوتګر ازادۍ راډیو ته ویلي، امنیتي چارواکو دوی ته د طالبانو د یوه مهم غړي د نیول کېدو خبره کړې ده، چې شک کېږي د محمد الیاس داعي په وژنه کې به لاس لري.

خو د هلمند د والي ویاند عمر ځواک له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې هغه پخوانۍ خبره تکرار کړه.

هغه وویل: "د دې لپاره چې دا موضوع دقیقه څېړل شوې وي او په دې برخه کې دقیق اقدامات شوي وي، ټولو کشفي ادارو ته دنده سپارل شوي، هغه ځای ته ځان ورسوي، چې هغه کس/ اشخاص چې دا کړنه یې ترسره کړې، له ثبوت او شواهدو سره ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري."

د هلمند محلي چارواکو د محمد الیاس داعي د وژل کېدو په لومړۍ ورځ هم د قانون منګولو ته د وژونکو د ورسپارل کېدو ژمنه کړې وه.

خو د پرمختګ نه موجودیت پر څه دلالت کوي؟ په کندوز کې د امریکا ږغ اشنا خبریال ګل رحیم نیازمند وویل: "دا پر دې دلالت کوي چې حکومتي چارواکي او امنیتي ځواکونه د دغسې قتلونو اصلي ریښې ته ورسېږي، په دې کې ممکن داسې کسان دخیل وي، نه چې د دغسې قتلونو مخنیوی کوي، له ولسمشر او د ژورنالیستانو د خوندیتوب له کمېټې مو چې د ولسمشر دویم مرستیال یې مشري کوي غوښتنه دا ده چې د محمد الیاس داعي د مرګ څېړنه باید وشي او ولس ته ښکاره شي."

په هرات کې د طلوع ټلویزیون خبریال نصیر احمد صالحي بیا د محمد الیاس د وژنې د قضیې په څېړنه کې پر نه پرمختګ اعتراض لري.

هغه زياتوي: "د ازادۍ راډیو خبریال الیاس داعي په هلمند کې شهید شو، که څه هم حکومتي مسوولانو ژمنه کړې وه چې دا پېښه به څېړي او عاملان به یې وپېژني او مجازات به یې کړي، خو ښکاري چې دا پېښه څېړل شوې نه ده، علت یې مشخص شوی نه دی، عاملان یې تثبیت شوي نه دي، دا قضیه هماغسې ګونګه ده."

د افغانستان په شمال کې د شمشاد ټلویزیون خبریال عبدالله ساحل وايي، د محمد الیاس داعي وژل کېدو د رسنیو نور کارکوونکي اندېښمن کړي دي.

نوموړي وويل: "ژورنالیستان هم اندېښمن دي او وايي که چېرې افغان حکومت یې خوندیتوب ته پام ونه کړي، ښايي د ژورنالیستانو وژنه لا پسې چټکه شي، ځکه دوی هغه طبقه ده چې له وسلې او نورو جنګي ابزارو پرته د خلکو رسا غږ تر مسوولانو رسوي."

د هرات پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي استاد فیصل کریمي وايي، کله چې د خبریالانو د وژنې پېښې په جدیت تعقیب نه شي، زیاتې رسنۍ ښايي خپل فعالیتونه محدود کړي. 

هغه زياتوي: "کله چې په افغانستان کې دا وضعیت ګورو، چې ورځ په ورځ خبریالان قرباني کېږي او د وژنې څرنګوالی یې نه معلومېږي او مجرم یا هم قاتلان نه پېژندل کېږي، دا په افغانستان کې د خبریالانو پر روح او روان ناوړه اغېز کوي، د دې سبب کېږي چې په افغانستان کې خبریالان خپل فعالیت محدود کړي او ځان سانسورول پیل کړي، د ځان د خوندیتوب لپاره د اطلاعاتو په پټولو لاس پورې کړي."

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وايي، د محمد الیاس داعي د وژنې قضیه د دوی له خوا څېړل کېږي او دا پروسه نهايي شوې نه ده، خو له دې یوې جملې پرته یې نور جزییات ورنه کړل.

وسلوالو طالبانو چې د دې پېښې د څېړنې ژمنه کړې وه، وروسته یې د خپلو څېړنو د جزییاتو په اړه معلومات نه دي ورکړي.

د محمد الیاس داعي د کورنۍ غړو ویلي، دوی له هېچا سره دښمني نه لري او حکومت دې واقعي قاتلان له ثبوت او شواهدو سره ونیسي او مجازات دې یې کړي.





Губернаторы России
Москва

Москва-Пекин. Собянин в Китае подписал соглашение о сотрудничестве





Москва

За прошедшую неделю подмосковные росгвардейцы обеспечили безопасность более 200 мероприятий


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин: Москва и Пекин подписали программу сотрудничества на 2024-2026 годы



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Концерт

Радость встречи с клоунами приносят массу положительных эмоций детям в Бурятии - Театр и Цирк, Культура и Концерт, Россия и Дети




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Резидент «Инсайт Люди» Дмитрий Зубов установил мировой рекорд по чеканке мяча

В Лужниках состоялась церемония открытия Всероссийской Спартакиады Специальной Олимпиады

Красногорск первым встретил участников международного супермарафона Москва-Минск


ATP

Теннисисты Медведев и Рублев сохранили позиции в рейтинге ATP



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Собянин: Москва и Пекин подписали программу сотрудничества на 2024-2026 годы



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России