د بېلاروس ځواکونو د لاریون کوونکو پر وړاندې ځانګړې وسیلې کارولي
د بېلاروس د کورنیو چارو وزارت تایید کړه چې امنیتي ځواکونو پرون د لاریون کوونکو په وړاندې چې له واکه د الکساندر لوکا شینکا د لیرې کېدو غوښتنه کوي، له ځانګړو وسیلو کار اخیستی دی.
د کورنیو چارو وزارت ویاندې ولها چمادونووا نن په ټلګرام کې ولیکل چې د قانون د تنفیض ځواکونو د لاریون کوونکو د تیت وپرک کولو لپاره هوایي ډزې وکړې او اوښکې بهونکی ګاز او غږیز بمونه یې استعمال کړل.
هغې وویل چې ۳۱۳ تنه د ټولنیزو غونډو له اصولو د سرغړونو په خاطر نیول شوي دي.
په مینسک کې دېره د ویاسنا په نوم د بشري حقونو مدافعې ډلې ویلي چې د دوی د معلوماتو په اساس پرون د لاریونونو په ترڅ کې له ۴۲۰ ډېر معترضان نیول شوي دي.