قطر طالبانو ته: ترورېزم رد کړئ او پراخ بنسټه حکومت جوړ کړئ
![قطر طالبانو ته: ترورېزم رد کړئ او پراخ بنسټه حکومت جوړ کړئ](https://gdb.rferl.org/7F419A59-B527-49F7-8DA8-3405E987FF4F_w800_h450.jpg)
قطر چې نژدې یو نیم کال د افغانانو ترمنځ د سولې د خبرو کوربه و، پر طالبانو غږ کړی چې ترورېزم رد کړئ او پراخ بنسټه حکومت جوړ کړئ.
د قطر د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمان ال ثاني پرون په پلازمېنه دوحه کې د جرمني له بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس سره تر لیدو وروسته خبري غونډې ته وویل چې دوی د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره پر همکارۍ ټینګار کړی دی او دې برخه کې یې د طالبانو مرسته مهمه بللې ده.
د قطر د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه چې تل یې طالبانو ته دا سپارښتنه کړې ده چې داسې حکومت مه جوړوئ چې کوم افغان لوري ترې پاتې شي.