راپورونه: د پنجشېر د درې په خوله کې سخته جګړه روانه ده
راپورونه وايي، د پنجشېر د درې په خوله کې د طالبانو او د هغو د مخالفو مقاومت کوونکو ترمنځ سخته جګړه پیل شوې ده.
په ګلبهار او د جبل السراج په غرنو کې نن سهار لس نیمې بجې جګړه پیل شوه او لا هم دوام لري.
تراوسه پورې د جګړې له کبله دوو خواوو ته د احتمالي مرګ ژوبلو په اړه جزئیات نه دي ترلاسه شوي.
له دې سره د طالبانو د دعوت او ارشاد کمېسیون مشر امیرخان متقي رسنیو ته په لېږل شوي غږیز پیغام کې وایي چې د پنجشېر په اړه خبرو پایله ور نه کړه.
متقي په خپل پیغام کې د پنجشېر خلکو ته ویلي، هغه خلک چې جګړه کوي یا ورته قناعت ورکړئ یا ورته ځواب ورکړئ.
د مقاومت جبهې لا تراوسه څه نه دي ویلي.