بایډن د افغانستان څخه د ټولو سرتیرو د ایستلو له پرېکړې دفاع وکړه
![بایډن د افغانستان څخه د ټولو سرتیرو د ایستلو له پرېکړې دفاع وکړه](https://gdb.rferl.org/ace2b214-eb77-4e77-afb6-641c0b05c359_tv_w800_h450.jpg)
د امریکا ولسمشر جو بایډن د تېرې شپې په خبرو کې له افغانستان څخه د ټولو امریکايي سرتیرو د ایستلو له پریکړې دفاع وکړه. نوموړې همدارنګه وویل تر ده مخکې د ډنالډ ټرمپ ادارې د طالبانو سره د هوکړې په لاسلیکولو، دده لپاره یوازې دوه انتخابونه پريښي وو؛ چې یا د ټولو سرتیرو ایستل او یا د څو نورو کلونو لپاره د جګړې دوام و. بایډن وویل، ده لومړۍ انتخاب غوره کړ او هغه دا چې دا " بې پای جګړه " باید پای ته ورسیږي.
د افغانستان څخه په بشپړه توګه د امریکايي سرتیرو د ایستلو بهیر د هغوی له ۱۲۰۰۰۰ افغان همکارانو سره د اګست په ۳۰ مه بشپړ شو.