له افغانستانه د امریکا وتل، د طالبانو خوشحالۍ او د فعالانو اندیښنې
![له افغانستانه د امریکا وتل، د طالبانو خوشحالۍ او د فعالانو اندیښنې](https://gdb.rferl.org/b39d2968-2a31-4f87-881e-0d2672f796aa_tv_w800_h450.jpg)
د اګست پر ۳۱ مه امریکا په افغانستان کې د خپل ماموریت ختمولو او اخري امریکايي پوځي د وتلو اعلان وکړ. له هغې وروسته د کابل هوايي ډګر کنټرول هم طالبانو تر لاسه کړ او د خوشحالۍ لمانځلو تر څنګ یې خلکو ته د ژوند، مال او ناموس د خوندیتوب ډاډ ورکړ. خو فعالان او په خاصه توګه د ښځو د حقونو لپاره کارکوونکي د افغانستان د راتلونکي په اړه اندېښمن دي. په دې اړه منورشاه د مشال راډیو د مرکزي څانګې ويډيويي راپور وړاندې کوي.