افغانستان کې بدلون ته د پاکستان سياسي ګوندونو غبرګون ولې سوړ دی؟
![افغانستان کې بدلون ته د پاکستان سياسي ګوندونو غبرګون ولې سوړ دی؟](https://gdb.rferl.org/6E63CADA-1AA0-4F44-8205-AB9FCA65A79E_w800_h450.jpg)
پر افغانستان د طالبانو قبضه او د اګست پر ۳۱مه نېټه د امريکا په بشپړه توګه له دې هېواده وتلو ته په سيمه ييز او نړيواله کچ د يوې لويې پېښې په سترګه کتل کېږي. نړيوال او د افغانستان ګاونډي هېوادونه په تېره بيا پاکستان هڅه کوي چې په دې هېواد کې خپلې ګټې خوندې کړي. د افغانستان او پاکستان مشرانو او کارپوهانو تل ويلي چې د دواړو هېوادونو حالات پر يو بل ژور اغېز کوي. پخوا چې کله هم په افغانستان کې بدلون راغلی نو د پاکستان سياسي ګوندونو ورته په ډېره فعاله توګه غبرګون ښودلی خو د کارپوهانو په وينا، دا ځل دغو سياسي ګوندونه د پخوا په شان جارحانه او فعاله غبرګون نه دی ښودلی. د دې ممکنه لاملونه څه کېدای شي؟
دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې څېړو.