چمن ته اوښتي افغان کډوال د مرستو غوښتنه کوي
![چمن ته اوښتي افغان کډوال د مرستو غوښتنه کوي](https://gdb.rferl.org/23ccf791-d58b-4b8a-8a84-ef1ab7dcc0d1_tv_w800_h450.jpg)
پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدووروسته سلګونه افغان کډوال چمن ښار ته اوښتي دي. يوشمېر کډوالو غوښتل چې د بلوچستان نورو سيمو ته ځانونه ورسوي خو چارواکو راګرځولي او په چمن کې يې په يو موقتي کېمپ کې ځای پر ځای کړي دي. دغه کډوال هلته د اسانتياوو له نيشتوالي سر ټکوي. په دې اړه نور تفصیل د وي او ای ډیوه خبریال نعمت الله سرحدي په ويډيويي راپور کې وګورئ.