امریکا افغان کډوالو ته د ځای ورکولو په خاطر له کاسوو مننه کړې
د امریکا مرستیال ولسمشرې کمالا هاریس افغان کډوالو ته د ځای ورکولو په خاطر د کاسوو مننه کړې.
د مېرمن هارېس دفتر پرون جمعه په یو بیان کې وویل چې د ولسمشر مرستیالې د کاسوو له ولسمشرې ویوسا عثماني سره په ټیلیفوني خبرو کې له افغانستانه د خلکو د رااېستلو له هڅو سره د کاسوو د مرستې په خاطر مننه وکړه.
د بیان له مخې مېرمن هاریس هغو افغانانو ته چې ژوند یې په افغانستان کې په خطر کې و، د موقتي ځای ورکولو په خاطر د کاسوو د ونډې ستاینه وکړه.
د ولسمشرې عثماني دفتر هم په یو بیان کې ویلي چې کمالا هاریس په دې برخه کې د کاسوو د همکارۍ او سخاوت ستاینه کړې ده.
کاسوو موافقه کړې چې پر کابل د طالبانو له واکمنېدو وروسته نژدې ۲۰۰۰ افغانانو ته چې په افغانستان کې تر ګواښ لاندې وو، متحدو ایالاتونو ته د دوی د تګ د قانوني مراحلو تر بشپړېدو پورې ځای ورکړي.