رسنۍ: کابل کې د تېرې شپې په هوايي ډزو کې ۱۷ کسان وژل شوي
د کورنیو رسنیو د راپورونو له مخې په کابل کې د تېرې شپې په هوايي ډزو کې ۱۷ کسان وژل شوي دي.
شمشاد او طلوع ټلوېزیونونو دواړو دا خبر ورکړی دی.
د طالبانو د فرهنګي کمېسیون یوه غړي احمدالله وثیق ازادي راډیو ته وویل چې دا ډزې د پنجشېر د سقوط په اړه د ناسمو راپورونو له خپرېدو وروسته د طالبانو وسله والو وکړې.
ښاغلي وثیق د دې ډزو د تلفاتو په اړه څه ونه ویل، خو زیاته یې کړه چې د طالبانو د مشر یوه مرستیال مولوي محمدیعقوب مجاهد په راتلونکي کې د دې پېښو د مخنیوي لپاره امنیتي چارواکو ته سپارښتنه کړې.
وثیق زیاتوي: "مولوي محمدیعقوب مجاهد په دې ډزو ډېره خواشیني څرګنده کړه، دا یې له بیت المال سره خیانت وباله او امنیتي ارګانونو ته یې سپارښتنه وکړه چې که څوک دا ډول خپل سری کار وکړي ودې نیول شي او زندان ته دې ولېږل شي."
د جلال اباد د حوزوي روغتون ویاند ګلزاده سنګر هم ویلي دي چې په ننګرهار کې د دې ډزو له کبله ۱۴ کسان ټپیان شوي دي.