قیايلي ضلعو کې د ۵۲ فيصده کسانو د لیک لوست نه کولو لاملونه او حل؟
نن د سېپټېمبر اوومه د خواندګۍ نړیواله ورځ ده. د خیبر پښتونخوا او ملګرو ملتونو د پرمختیايي ادارې (یو اېن ډي پي) یوه شریکه سروې وايي چې په قبایلي ضلعو کې ۵۲ فیصده خلک لیک لوست نه شي کولای. د پاکستان مرکزي حکومت شمیرې ښيي چې په ټول هیواد کې ۲۲.۸ ملینه ماشومان له سکولونو بهر دي چې پکې ۱۲ ملینه جینکۍ دي. د کرښې پر غاړه خپرونه کې هم دا موضوع په پیښور کې مدني فعال او د بلیو وین په نوم د یوې غیر سرکاري ادارې مشر قمر نیسم ، يوه زده کوونکې پشتنې اورکزۍ ، د حقونو فعالې نوشین ملک او د تعلیم څیړنیز مرکز الف اعلان یو مشر عمر اورکزي سره څېړل شوې ده.