د طالبانو کابينه ایا د پاکستان د هيلو برعکس ده؟
![د طالبانو کابينه ایا د پاکستان د هيلو برعکس ده؟](https://gdb.rferl.org/29b86cd4-7d15-4f6d-b0fd-dea89ee59b3b_w800_h450.jpg)
په افغانستان کې طالبانو د سېپټمبر پر اوومه نېټه د ملا محمد حسن اخوند په مشرۍ خپله سرپرسته کابينه اعلان کړه. طالبان چې کله د اګست پر ۱۵مه نېټه طالبان کابل ته ننوتل نو تر دې وروسته د پاکستان په ګډون د افغانستان ګاونډیو هېوادونو هلته د ټولشموله حکومت غوښتنه وکړه. د پاکستان بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي د بېلا بېلو هېوادونو سفرونه وکړل او د ځینو هېوادونو له مشرانو سره یې په ټېلېفون خبرې وکړي. په دې خبرو کې به نوموړي زيات ټینګار په افغانستان کې د ټولشموله حکومت پر جوړېدو کاوه. خو اوس چې طالبانو خپله کابينه اعلان کړې نو په دې کې ټول د دې ډلې مشران دي. پوښتنه دا ده چې د طالبانو اعلان شوې کابينه د پاکستان او نورو هېوادونو د توقعاتو برعکس ده او که څنګه؟ دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې څېړل شوې دي. خپرونه د غږ په ځای کې واورئ.