د هند هوايي شرکت: د افغانستان د هوايي حریم بندېدو مو د سفر لګښت زیات کړی
د هند هوايي شرکت وايي چې د افغانستان د هوايي حریم د بندېدو له کبله اروپا او امریکا ته د دوی الوتکې لږترلږه ۴۰ دقیقې په ځنډ رسېږي او له دې کبلهیې د سفر لګښت زیات شوی دی.
وروسته له دې چې د اګسټ په ۱۵مه طالبانو کابل ونیوه د افغانستان فضا د نړیوالو الوتکو پر تګ راتګ منع شوه.
افغانستان له هغو الوتکو چې په فضا کې یې تېرېږي د کال څو سوه ملیون ډالره عاید لري. د هند د هوايي شرکت چارواکو پرون/ پنجشنبه وویل، په افغانستان کې د ځانګړي امنیتي وضعیت له کبله، د هند حکومت خپلو پېلوټانو ته سپارښتنه کړې چې خپلې الوتکې د افغانستان په فضا تېرې نهکړي.
د هند د ملکي هوايي چلند وزیر یوترادیتا سیندیا وايي د دوی الوتکو ته د اوس لپاره لاره اوږده شوې، د نورو هېوادونو الوتکې هم د افغانستان له فضا لار چپوي.
د هند ملي هوايي شرکت ایر انډیا عموماً اروپا او امریکا ته د تګ لپاره د افغانستان له فضا تېرېږي، خو اوس چې د افغانستان فضا بنده ده، د هندي الوتکو مزل ۴۰ دقیقې زیات شوی چې له کبلهیې د الوتکو لګښت تر ۳ لکه هندي روپۍ ډېر شوی دی.