له کابله لومړی ځانګړی پرواز قطر ته رسېدلی
![له کابله لومړی ځانګړی پرواز قطر ته رسېدلی](https://gdb.rferl.org/a96dcb25-f432-46af-a59c-4c4f3725e939_tv_w800_h450.jpg)
د سېپټېمبر پر نهمه د کابل له حامد کرزي نړيوال هوايي ډګره د قطر په يوه چارټرډ شوې الوتکه کې شاوخوا ۲۰۰ مساپر دوحې ته رسېدلي دي. له افغانستانه د اګست پر ۳۰مه د امريکايي پوځيانو تر وتلو وروسته دا له کابله د مساپرو د لېږد لومړی پرواز و. سپينې ماڼۍ دغه پرواز د طالبانو له لورې لومړی مثبت ګام بللی دی. په دې اړه نور حال د رويټرز خبري اژانس په ويويډيويي راپور کې وګورئ چې ګل اياز پښتو کړې ده.