عراقي چارواکي: د اربېل پر هوايي اډې بې پېلوټه الوتکو بریدونه کړي
![عراقي چارواکي: د اربېل پر هوايي اډې بې پېلوټه الوتکو بریدونه کړي](https://gdb.rferl.org/aebe29d3-5215-4f76-96d0-eaf0fc1eeeb6_w800_h450.jpg)
د عراقي کردستان امنیتي چارواکي وايي، د اربېل پر هوايي اډه چې امریکايي پوځیان په کې دېره دي، د بې پېلوټه الوتکو بریدونه شوي دي.
په اربیل کې د کُرد ځواکونو ویاند لاک غفوري وايي، پرون شنبه(د وږي ۲۰مه) دوو بې پېلوټه الوتکو د اربېل هوايي ډګر ته چاودېدونکي مواد وغورځول.
د برید په نتیجه کې د احتمالي مرګ ژوبلو په اړه تر اوسه څه نه دي ویل شوي.
دا څویم ځل دی چې په عراق کې د امریکا پر ډپلوماتیکو تاسیساتو او پوځي اډو بریدونه کېږي.
د پرونۍ حملې مسوولیت تراوسه چا په غاړه نه دی اخیستی، خو امریکا د ایران له ملاتړه برخمن یاغیان د دې پېښې مسوول بولي.
ایران تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.