ایران حساسو اټمي ساحو کې د څارونکو کمرو د فني سرویس اجازه ورکوي
![ایران حساسو اټمي ساحو کې د څارونکو کمرو د فني سرویس اجازه ورکوي](https://gdb.rferl.org/83589d1f-e600-409b-b14c-00035fb1401b_w800_h450.jpg)
ایران منلې چې نړیوالو څارونکو ته به په خپلو حساسو اټمي ساحو کې د څارونکو کمرو د فني سرویس اجازه ورکوي.
ایران منلې چې دغه څارونکې کامرې به کولی شي د دغو ساحو فلم اخیستو ته ادامه ورکړي.
نن دغه اعلان وروسته تر دې وشو چې د اټمي انرژۍ د نړیوالې ادارې مشر، رافایل ګروسي په تهران کې د ایران د اټمي انرژۍ د ادارې له نوي مشر، محمد اسلامي سره وکتل.
د ایران د خبري اژانسونو په حواله، محمد اسلامي ویلي، ایران او د اټمي انرژۍ نړیوالې ادارې موافقه وکړه چې د ایران په اټمي ساحو کې به د څارونکو کمرو میموري کارډونه بدلېږي.
د دغو تازه خبرو هدف د تهران او لوېدیځ ترمنځ د روان کړکېچ کمول و.
لویدیځ د ایران د اټمي موافقې د بیا احیا لپاره د مذاکرو د چټکتیا غوښتنه کړې وه.