جرمني کې افغانانو د افغانستان د ملي ارزښتونو په دفاع کې لاریون وکړ
![جرمني کې افغانانو د افغانستان د ملي ارزښتونو په دفاع کې لاریون وکړ](https://gdb.rferl.org/acb9b5b9-f022-4591-af87-4b71a5413d76_w800_h450.jpg)
د جرمني په هامبورګ ښار کې په لسګونو افغانانو د افغانستان د ملي ارزښتونو په دفاع کې لاریون وکړ.
دوی پرون په خپل لاریون کې له طالبانو وغوښتل چې د افغانستان ملي بیرغ، افغانۍ او نورو ارزښتونو ته درناوی وکړي.
د لاریون برخوالو له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د طالبانو پر حکومت فشار راولي، چې د ښځو حقونو، د بیان ازادۍ او نورو ارزښتونو ته زمینه برابره کړي.