فرانسه: له افغانستان سره بشري مرستې سل میلیونه یورو ته زیاتوو
د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر وایي، هېواد یې له افغانستان سره بشري مرستې سل میلیونه یورو ته زیاتوي.
ژان لو دریان پرون د اروپا پارلمان ته د خبرو پرمهال د افغانستان اوسني بشري وضعیت ته اندېښنه ښکاره کړه او ویې ویل: "هرڅه چې مو په وس کې وي باید ویې کړو، څو د هغه اصلي خطر مخه ونیول شي چې په افغانستان کې دی. پوهېږم چې هلته وچکالي او بشري ناورین دی. موږ خپله ونډه ادا کوو، له افغانستان سره خپلې بشري مرستې سل میلیونه یورو ته زیاتوو."
د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر په داسې وخت کې د دې مرستې خبر ورکړ چې درې ورځې مخکې په جنیوا کې د ملګرو ملتونو په غونډه کې مرستندویانو له افغانستان سره په بشري برخه کې د یو اعشاریه دوه میلیارډه ډالرو مرستو ژمنې وکړې.