ایټالیا: په 'جي شل' غونډه پر افغانستان خبرې کیږي
د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر وایي، د نړۍ شل ستر اقتصاد لرونکي هېوادونه به چې د جي شل په نوم یادیږي، په یوه ځانګړې غونډه کې د افغانستان د روان وضعیت په اړه خبرې وکړي.
لویجي ډي میو Luigi Di Maio له ډیلي لاریپبلیکه ورځپاڼې سره په مرکه کې چې نن خپره شوې ویلي چې دغه غونډه به د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ تر پای ته رسېدو وروسته وروسته جوړه شي.
د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ د روانې سېپټمبر میاشتې په دیرشمه پای ته رسېږي.
د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې دغه غونډه به په نیویارک کې چې راتلونکې اوونۍ به دی هم هلته وي، جوړه شي او د جي شل د بهرنیو چارو وزیران به په کې برخه واخلي.
د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر وویل، هېواد به یې چې روان کال د جي شل مشري په غاړه لري، د ملګرو ملتونو له ټولو ادارو او نورو غیر انتفاعي موسسو چې په افغانستان کې فعالیت کوي، وغواړي چې په دې غونډه کې ګډون وکړي.
د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر د جل شل د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه داسې مهال را غواړي چې افغانستان له کله چې طالبان پر دې هېواد واکمن شوي، له سختو اقتصادي او بشري ستونزو سره مخامخ شوي دي.