لسګونه ښځو په کابل ښار کې مظاهره وکړه
یکشنبه په کابل ښار کې لسګونه ښځو مظاهره وکړه.
په خواله رسنیو په خپرو شویو وېډیوګانو کې ښکاري چې دا ښځې له طالبانو د تعلیم او نورو اساسي بشري حقونو درناوی غواړي.
طالبانو په وروستیو کې د ښځو چارو وزارت پر ودانۍ د امر باالمعروف وزارت لوحه ځړولې او د خپلې سرپرستې کابینې د وزارتونو له ډلې یې د ښځو چارو وزارت لیرې کړی دی.
د طالبانو لهخوا بل اقدام چې د ګڼو تُند غبرګونونهیې پارولي له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو نهپرانیستل دي.
په کابل کې د یکشنبې ورځې مظاهرهچیانو له طالبانو وغوښتل چې د تعلیم له حقه دې نجونې نهمحروموي.
د راپورونو له مخې د طالبانو له راتګ وړاندې شااوخوا څلور ملیونه نجونې ښوونځیو ته تلې.
طالبانو د شنبې په ورځ د هلکانو ښوونځي پرانیستل، خو له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو په تړاو یې یادونه نهده کړې.
اخوا د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد باختر اژانس ته ویلي د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستلو لپاره په طرزالعمل کار روان دی او دا ښوونځي به ژر پرانیستل شي.